MEMBER LOGIN: PASSWORD (?):
~~~
Viewښوونکي
خپل ټولګی په آنلاین ټولګي کې ځای پر ځای کړي او خپل وخت وسپموﺉ - د 5 دقیقو آسانه برابرول!
نورمعلومات
Viewزده کوونکي

ښي نمري ترلاسه کړﺉ او خپله کورنۍ دنده د آنلاین لاري وسپاري. نورمعلومات
Viewمیندي او پلرونه
د زده کوونکي پرمختګ او کورنۍ دندې په انلاین بڼه وګورﺉ. نورمعلومات
Viewښوونځی وګورﺉ
د لا ښه شوي تعلیمي نصاب او محتوی په مرسته نتایج ښه کړﺉ. نورمعلومات
Learnټیکنالوژي منظم کوونکي
زموږ د خوندي اډاپټر په کارولو سره خپل د اس آی اس سیسټم له هاټچاک سره یو ځای کړﺉ.
نورمعلومات
Join for Free

connecting teachers students parentsهاټچاک څه شي دی?

هاټچاک (www.hotchalk.com) له ابتدائی- ۱۲ د ښوونکو، زده کوونکو او میندې اوپلرونو لپاره یو د زده کړې محیط دی چې پکې د زده کړې د تنظیم سیسټم (LMS) او په انټرنیټي محیط ولاړه د ښوونکو له خوا د درسي پلانونویوه کتابخانه شامله ده. دا سیسټم چې انټرنیټ سره وصل کیدونکي هر براوزر نه ترلاسه کیدلای شي، د هاټچاک د زده کړي چاپیریال یو داسي سیسټم دی چې استفاده کول ورنه آسانه دی او ښوونکي، زده کوونکي او میندي او پلرونه سره راټولوي تر څو ښوونه لا نوره هم ښه کړي.

د ښوونکو ژوند نور هم ښه کوي

د هاټچاک دنده دا ده چې د ښوونکو ژوند ښه کړي او د زده کوونکي په نتایجو کې د پام وړ بدلون راولي. د هغو کارونو په اتومات ډول پرمخ بیول چې له پلان کولو او نمرې ورکول سره اړه لري، هاټچاک د ښوونکو د تولید کچه په هغه اندازه لوړوي چې مخکې یي هیڅ کله امکان نه درلود. په هغه سربیره، د ډیجیټال موادو د بډایه کتابتون په درلودلو سره، هاټچاک د ټولګي پر مخ د استعدادنو دروازی خلاصوي او زده کړه نوره هم په زړه پورې کوي.

د هاټچاک په مرسته ښوونکي په څو دقیقو کې آنلاین کیږي.

د هاټچاک د زده کړي د اداره کولو سیسټم په آسانۍ سره تنظیم او کارول کیږي، او ښوونکو ته دا وړتیا ورکوي چې په څو دقیقو کې آنلاین شي او له ستنډرډ سره برابر منابع او غوره عادات جوړ او یو له بل سره ګډ کړي، آنلاین ټولګي جوړ کړي، د زده کوونکو لیستونه برابر کړي، تعلیمي نصاب اداره کړي، کورنۍ دندې او آزموینې په زده کوونکو وویشي، درسي پلانونه جوړ کړي، پیغامونه نصب کړي، د نمرو ورکولو یو بریښنايي کتاب وساتي، او نور اداری کارونه په عین حال کې په ښه توګه پرمخ بوځی.

د هاټچاک په ډیتابیس کې تر 100،000 نه ډیر ښوونځي شته دي، او هغه ښوونځي چې تر اوسه نشته، کولای شي په خپله ځان راجیستر یا ثبت کړي. څرنګه چې هاټچاک یو کوربه شوی پروګرام دی، هغه هیڅ ډول اضافي بار د ښوونځي د ټیکنالوژي په سمبالونکي باندې نه اچوي چې خدمت کوونکي کمپیوټرونه، د معلومات کاپی کول او ساتنه، د امنیتي لارو عملي کول او یا هم د کمپیوټرونو هارډ ویر او سافټ ویر تازه کول او نوی کول اداره کړي.

همدا رنګه، هاټچاک د ټیکنالوژي ابتکاري لاري چاري وړاندې کوي چې ښوونځیو ته دا اجازه ورکوي چې د هاټچاک د زده کړي د اداره کولو سیسټم د زده کوونکو د معلوماتو له سیسټمونو (اس آی اس) سره یوځای کړي، او د هاټچاک ارزښت د ټول ښوونکو لپاره په مکمله اندازه په ښوونځی برابر کړي، او په عین حال کې مسلکي نتایج نور هم ښه کړي.

ښوونکي، زده کوونکي او میندي او پلرونه سره نښلوي.

د هاټچاک په مرسته زده کوونکي ټولو هغو موادو ته لاسرسی لري چې د تر ټولو غوره زده کوونکي په توګه دوی هغوی ته اړتیا لري. دوی کولای شي خپلې کورنۍ دندې ترلاسه کړي او بیرته وسپاري، خپلي نمري ترلاسه کړي، او له خپلو ښوونکو سره د نړۍ له هر هغه کمپیوټر نه اړیکي ونیسي چۍ له انټرنیټ سره وصل وي.